ads

په کانګو جمهوریت کې د سېلابونو له کبله ۳۹ کسان ووژل شول

راپورونه وایي، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویدو په پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي او ځینې نور لادرکه دي. عیني شاهدانو ویلي، چې د ځمکې ښویدو له کبله یو شمېر کورنه او د پوهنتون شاوخوا ځایونه تخریب شوي دي. د یاد هېواد امنیتي چارواکو وایي، په دغه پېښه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لیندۍ 1398
په کانګو جمهوریت کې د سېلابونو له کبله ۳۹ کسان ووژل شول

راپورونه وایي، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویدو په پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي او ځینې نور لادرکه دي.
عیني شاهدانو ویلي، چې د ځمکې ښویدو له کبله یو شمېر کورنه او د پوهنتون شاوخوا ځایونه تخریب شوي دي.
د یاد هېواد امنیتي چارواکو وایي، په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره د دوی هڅې روانې دي او د ټپي شوو کسانو د درملنې لپاره هم لازم امکانات برابر شوي دي.
د کانګو جمهوریت ۱۲ میلیونه نفوس لري، چې وخت ناوخته د طبیعي پېښو قرباني کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA