ads

په سوریه کې په موټربم چاودنه کې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

 د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د سوریې په راس عین ښار کې د یو موټر بم برید په پایله کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې، دغه موټر بم برید د کرد وسله والو له لوري تر سره شوی، چې په ترڅ کې یې یاده مرګ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لیندۍ 1398
په سوریه کې په موټربم چاودنه کې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
A picture taken on November 26, 2019 shows destroyed vehicles following a car bomb attack at a local market in the Turkish-held Syrian Kurdish town of Tel Hal along the border with Turkey in the northeastern Hassakeh province, on November 26, 2019. (Photo by Nazeer Al-khatib / AFP)

 د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د سوریې په راس عین ښار کې د یو موټر بم برید په پایله کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې، دغه موټر بم برید د کرد وسله والو له لوري تر سره شوی، چې په ترڅ کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا، په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي چې د یاد برید په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
ترکیې څه موده وړاندې په سوریه کې د کرد وسله والو پر وړاندې د سولې چینې په نوم پوځي عملیات پیل کړل، خو د امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو له تندو نیوکو سره مخ شول او په بدل کې یې واشنګټن د ترکیې په ځینو وزارتونو او وزیرانو بندیزونه ولګول.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA