ads

د پکتیکا خلک پرېکړې او شخړې په قومي مشرانو او وسلوالو طالبانو حلوي

د پکتیکا یو تن ځوان علي محمد نظري کلید ته وویل، د عدليې او قضايې ارګانونو د کمزوري مدیریت له کبله خلک اړ دې، څو خپلي پریکړي په قومي مخورو او یا هم د دولت پر وسلوالو مخالفینو وکړي. هغه وايې، ډېر کله پر یادو ادارو د فساد تورونه هم وي، چې دې کار په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لیندۍ 1398
د پکتیکا خلک پرېکړې او شخړې په قومي مشرانو او وسلوالو طالبانو حلوي

د پکتیکا یو تن ځوان علي محمد نظري کلید ته وویل، د عدليې او قضايې ارګانونو د کمزوري مدیریت له کبله خلک اړ دې، څو خپلي پریکړي په قومي مخورو او یا هم د دولت پر وسلوالو مخالفینو وکړي.
هغه وايې، ډېر کله پر یادو ادارو د فساد تورونه هم وي، چې دې کار په خلکو کې وېره پیدا کړي او په ډاډه زړه عدليې او قضايې ارګانونو ته مراجعه نه کوي.
د دغه ولایت قومي مشرحاجې عبدالعزیز وايې، حکومت ته په کار ده چې په ټولو ولسوالیو کې عدليې او قضايې اداريې فعالي وساتي.
هغه وايې، که دولت دا کار نه شي کولای ، معلومه ده چې دوی کمزوري او حاکمیت يې په ډېرو ولسوالیو کې تر پوښتنې لاندې دی.
مدنې فعال عبدالروف ذهین څرګندوي، چې د ګوتو په شمېر خلک کولای شي، خپلي پرېکړي پر دولت حل کړي، پاتي ټول يې وسلوالو طالبانو او مشرانو ته مراجعه کوي.
د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکني له کلید سره په خبرو کې وویل، چې ډېر ژر به په هغو ولسوالیو کې چې قاضیان او څارنوالان پکي شتون نه لري، کسان په دندو وګماري .
والي هم مني، چې د یاد ولایت د ډېری سیمو خلک اوس مهال د شخړو د حل او پرېکړو لپاره مشرانو ته ورځي او په قومي جوړښتونو ستونزو ته د حل لاري لټوي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندي هم په پکتیکا کې د عدليې او قضايې ادارو پر کمزوري مدیریت او په یادو ادارو کې د فساد په اړه خلکو شکایتونه کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA