افغان ګډو امنیتي ځواکونو له تېرو لسو ورځو راهیسي د هلمند په کلابندې مارجې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي، چي تر دې مهاله یې یادي ولسوالۍ ته د اکمالاتي لارې د خلاصون ترڅنګ یو شمېر نورې سیمي هم نیولې دي .
د ۲۱۵میوند قول اردو د لمړۍ پلي لوا قوماندان جنرال حکم خان وایې، چې د مارجي ولسوالۍ د ګڼو سیمود تصفیې په روانو عملیاتو کې یې تردې مهاله لویه چهاراهي، وکیل وزیر چهاراهي، علیزی چهاراهي او د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا سیمي بیرته له وسله والو طالبانو نیولي دي .
امنیتي ځواکونه په دغو عملیاتو کې د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۷ نورو د تپي کېدو ادعا کوي او په خبره یې خپلو روانو عملیاتو ته به دوام ورکړي.
امنیتي مسولین وایې، چي اوسني روان عملیات یې په سیمه کې د زیات شمېر ځای پر ځای شوو ماینونو له کبله ټکني روان دي، خو هڅه کوي چي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي.
دوی په راتلونکو ورځو کې د نورو سیمو د نیولو خبر هم ورکوي .
وسله والو طالبانو د مارجي د ولسوالۍ د عملیاتو په تړوا تراوسه رسینو ته څه نه دې ویلي.
له تېرو څلورکلنو راهسې د مارجي د ولسوالۍ له مرګز پرته نورې ټولې سیمې د وسله والو په ولکه کې وې
پر افغان ځواکونو تل دا نیوکې وي، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې تر عملیاتو وروسته سیمې بیرته پرېږدي، چې دغه چاره د دې لامل کېږي، څو یو ځل بیا وسله وال پر هغه ځای واکمن شي.


