په خوست کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځنګلونو د بیا رغونې پروژې پیل شوې.
د خوست ولایت ډېری برخه په ځنګلونو پوښل شوې ده. د یاد ولایت اوسېدونکي د سون توکو د کمښت او د ورځینۍ اړتیا د پوره کولو په هدف ځنګلونه وهي، چې له کبله یې لویه برخه له منځه تللې ده.
د دغه ریاست د مسولینو په وینا، په کلني ډول په خوست ولایت کې درې فیصده ځنګل وهنه کېږي، چې دغه کار چاپيریالي ژوند له ګواښ سره مخ کړی.
د ځنګل وهنې د مخنیوي او د وهل شوو ځنګلونو د بیا رغونې په برخه کې نن د مسولینو له لوري په یاد ولایت کې پنځه پروژې پیل شوې.
د خوست والي پرون په سپېره، دوه منده، تڼيو، ځاځي میدان او موسی خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه میلیونه یو سلو شپېته زره د جلغوزیو او چهارمغزو نیالګیو د ویش لړۍ پیل کړه.
نوموړي وویل، چې په دې سره به په یادو سیمو کې له یوې خوا د ځنګل وهنې مخنیوی وشي او له بلې خوا به له منځه تللي ځنګلونه بیرته ورغول شي.
د والي په خبره، په دې سره به وکولی شي ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه پرځنګلونو تبدیل کړي.
د مسولینو په خبره، چې د جلغوزیو او چهارمغزو یاد نیالګي به په ۳۶۰ قریو کې، چې هره قرییه د ۶ زره نیالګیو ظرفیت لري، وروزي او له دوه کاله ځنډ وروسته به یې د روزل شوو خلکو پرمټ په ځنګلونو کې کېنوي.
د خوست د دوه منده ولسوالۍ یو تن قومي مشر عبدالرحمن وایي، خوښ دی، چې دولت یې د وهل شوو ځنګلونو د بیا احیا غم خوري.
د نوموړي په خبره، چهارمغزو او جلغوزیو له دې وړاندې هم په دې سیمه کې مثبته پایله لرلې. هغه خوشبیني ښکاره کوي، چې ځنګلونه به یې بیرته په یادو مېوه دارو ونو وپوښل شي.
یاد اقدام په داسې مهال اخیستل کېږې چې د خوست ولایت د ځنګلونو ډېری برخه له منځه تللې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
مسولینو که څه هم په دې وروستیو کې د ځنګل وهنې د مخنیوي په هدف یو لړ اقدامات ترسره کړي، خو د خوست اوسېدونکي وایي، چې دا بسنه نه کوي، بلکې حکومت ته پکار ده، چې په بشپړ ډول د ځنګل وهنې مخه ونیسي او وهونکو ته یې قانوني اوسخته سزا ورکړي.


