ads

په سوریه کې د ناپېژنده الوتکو په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شول

یو شمېر سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د سوریې په حلب سیمه کې د ناپېژنده الوتکو له لوري بریدونه وشول، چې په ترڅ کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 لیندۍ 1398
په سوریه کې د ناپېژنده الوتکو په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شول

یو شمېر سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د سوریې په حلب سیمه کې د ناپېژنده الوتکو له لوري بریدونه وشول، چې په ترڅ کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د یادو بریدونو له کبله په سیمه کې د سون توکو زخیرو هم اور اخیستی دی.
بلخوا، پر امریکا او روسیه تور پورې شوی، چې ګواکي دغه بریدونه دوی ترسره کړي دي، خو امریکا او روسیې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د سوریې په اته کلنه جګړه کې په زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور بیا د خپلو کورنو پرېښودوته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA