COST يا د بنسټيزې روڼتيا نوښت سازمان د دوهم څېړنيز راپور په ترڅ کې خبر ورکړ، چې په افغانستان کې خصوصي سکټور پر دولتي بنسټونو بې باوره شوی دی.
ياد سازمان خپل دغه څېړنيز راپور په افغانستان کې په شلو ودانيزو پروژو ليکلی، چې له مخې يې ودانيزې پروژې په منځني ډول ۶۱ فیصده تر ټاکلي وخت او ۳.۸ فیصده يې تر ټاکلي لګښت اوړي.
د بنسټيزې رونټيا نوښت نړيوال څارونکي بنسټ خپل دغه راپور د سې شنبې په ورځ د اړوندو وزارتونو په حضورکې له رسنيو سره شريک کړ.
د افغانستان لپاره د ياد سازمان مسوول صبغت الله کريمي وويل، دوی موندلې، چې په افغانستان کې د تدارکاتي پروسو د غير شفافو سيسټمونو له کبله خصوصي سکټور له دولتي بنسټونو سره کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
په دغه راپورکې تر ډېره تدارکاتي پروسې ناکاره او زړې معرفي شوي دي او ټېنګار شوی دی، چې تدارکاتي ادارې په دې اړه ځواب ويونکي نه دي.
خو د ملي تدارکاتو د ادارې وياند رامين اياز کليد ته وويل، دوی په هرحالت کې ځواب ويونکي دي.
نوموړي د پروژو دځند پړه پر خصوصي سکتور واړوله او وويل، چې ځينې خصوصي بنسټونه له جعلي اسنادونو سره د پروژو د اخيستنې هڅې کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وزير مصطفی مستور هم د ملي تدارکاتو د ادارې د غړي په توګه وويل، له مسووليت څخه تېښته نه شي کولی.
په دغه راپورکې د پلې کېدونکو ودانيزو پروژو د کيفيت کچه د اندېښنې وړ ښودل شوي او ټينګار شوی دی، چې ناسمې سروې ګانې، ناسم ډيزاينونه او د څار د مهارتونو نشتوالی د پروژو پر کيفيت خورا ډېره منفي اغېزه کړې ده.
هغه اندېښنې چې د اوبو او برښنا وزارت سرپرست وزير محمد ګل خلمي يې پخلی کوي او وايې، چې يادې اندېښنې د همدغه وزارت د ودانيزو پروژو يوه برخه هم جوړوي.
په دغه راپور کې د څلورو دولتي بنسټونو پر شلو پروژو څارنه شوې، چې د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت، د اوبو او برښنا وزارت، د ترانسپورت وزارت او د کابل د ښاروالۍ ادارې پکې شاملي دي.
په راپور کې سپارښتنه شوې، چې په افغانستان کې دولتي بنسټونه بايد د خپلو چارو د مسلکي کولو لپاره د دغه سازمان سپارښتنې عملي کړي.


