ads

د ارزګان چارواکي: له خبريالانو سره دې تاوتريخوالي پای ته ورسېږي

په افغانستان کې تل خبريالان شکايت کوي، چې پر وخت معلوماتو ته لاس رسۍ نه لري. د ارزکان ولايت مقام مسولين په دغه ولايت کې له مېشتو خبريالانو سره د يوې ناستې پرمهال دولتي ادارې اړې وبللې، چې له خبريالانو سره پر وخت معلومات شريکولو کې مرسته وکړي. مرستيال والي سيدسعاد ناصري وويل، له خبريالانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 لیندۍ 1398
د ارزګان چارواکي: له خبريالانو سره دې تاوتريخوالي پای ته ورسېږي

په افغانستان کې تل خبريالان شکايت کوي، چې پر وخت معلوماتو ته لاس رسۍ نه لري.
د ارزکان ولايت مقام مسولين په دغه ولايت کې له مېشتو خبريالانو سره د يوې ناستې پرمهال دولتي ادارې اړې وبللې، چې له خبريالانو سره پر وخت معلومات شريکولو کې مرسته وکړي.
مرستيال والي سيدسعاد ناصري وويل، له خبريالانو سره د هرډول تاوديخوالي او معلوماتو نه شريکول ورته د زغمولو نه دي.
هغه وويل، حکومت مسوليت لري چې عام خلک له خپلو ترسره شوه فعاليتونو خبر کړي.
په ارزګان کې مېشت سيمه ييز خبريالان وايي، معلوماتو ته پر وخت د نه رسېدولو ترڅنګ له يو شمېرنوروستونزو سره هم مخ دي.
دوو تنو سيمه ييزو خبريالانو شريف الله شرافت او عبدالواحيد حليمي د ارزګان له ولايت مقام څخه غوښتنه وکړه، چې په دولتي ادارو کې دې د معلوماتو ته پر وخت رسېدلو لپاره وياندويان معريفي شي.
په ارزکان کې مېشتو خبريالانو تردې واړندې له حکومت څخه د معلوماتو د شريک کولو غوښتنې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ارزګان د ولايت مقام په ګډون په دغه ولايت کې هېڅ يوه دولتي اداره رسمي وياند نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA