په ننګرهار کې پر شاوخوا زر جریبه ځمکه د زیتونو باغونه جوړ دي، چې هرکال یې په حاصلاتو کې کموالی او زیاتوالی راځي.
د جګړو پر مهال د کانال ریاست اړوند په دغه ولایت کې د زیتونو باغونو ته پام ونشو او ځینې بوټي یې د نه پاملرنې له کبله له منځه تللي وو.
د کانال ریاست چارواکي وايي، د اوسني حکومت پر مهال پر دغو باغونو بیا یوه اندازه پانګونه وشوه، چې پر ۱۳۹۲ل کال یې درې سوه ټنه حاصلات لرل؛ خو تر دغه کال وروسته مسلسل درې کلونه د بودجې د نشتوالي له کبله د زیتونو حاصلات له درې سوه ټنه هم ټیټ شول.
د ننګرهار د کانال رییس پرویز علیشنګی وايي، سم مدیریت، د زیتونو د بوټو سمه پالنه او د وسله والو باجګیریو مخنیوی هغه لاملونه په ګوته کوي، چې له کبله یې د زیتونو په حاصل کې زیاتوالی راغلی دی.
د کانال رییس وايي، دوی اټکل کوي، چې سږ کال به له دغو فارمونو څخه ۲۰۰ ټنه زیتون راټول کړي.
د کانال رییس د زیتونو په حاصلاتو کې د ډېروالي خبره داسې مهال کې کوي؛ چې تېر کال د دغه ریاست مسولینو د زیتونو حاصلات اته سوه او وړم کال بیا شاوخوا دولس سوه ټنه یاد شوي وو.
پرویز علیشنګی وايي، د کانال زیتون د اچارو او تېلو تولید له پاره په دوو بېلابېلو وختونو کې ټولوي او دغه راز د تېلو د تولید لپاره اوس ټول شوي زیتون تر پروسس لاندې دي.
د کانال رییس وايي، د دوی د کار او د زیتونو د حاصل پر وړاندې لویې ننګونې د نوو او عصري وسایلو نشتوالی، د حکومت له لوري د کانال ادارې ته د بودجې نه ځانګړي کول یادوي.
د زیتونو د فارمونو کاریګر هم د سږني حاصل ډېرېدو ته خوښ دي؛ خو وايي، د کاریګرو کمي پرې کار څو برابره زیات کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د کانال ریاست چارې پر ۱۳۳۹ ل کال پیل او پر ۱۳۴۲ ل کال کې دغه ریاست خپلې چارې پیل کړې، چې هغه مهال پکې له ۱۰ تر ۱۲ کسانو کار کاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


