په خوست کې له مطالعې سره د نجونو د بلدتيا او د هغوی د تعليمي کچې لوړولو په هدف د نجونو له ښوونځیو سره د کتابونو د مرستې لړۍ پیل شوه.
په دې ولایت کې د فکري سمون ټولنیز بنسټ مسولین چې یاد اقدام یې کړی وایي، هدف یې داده، چې له دې لارې د نجونو تعلیمي کچه لوړه شي.
یاد فکري بنسټ د ۱۲ سوه کتابونو په وېش سره دا لړۍ د بي بي حلیمې د نجونو له مرکزي ښوونځي پیل کړه.
په دې کتابونو کې دیني، سیاسي، ټولنیز، ساینسي او د یو شمېر نورو برخو کتابونه شامل دي.
د دغه ټولنیز بنسټ مشر سلیمان بشرمل وايي، د کلتوري محدودیتونو له کبله ښځينه زده کوونکې نشي کولی، چې د ښار په کتاب پلرونځيو کې په کتاب اخیستو پسې وګرځي، نو ځکه یې دا ګام واخیست، څو نجونې پخپلو ښوونځيو کې د خپلې خوښ وړ کتابونه په وړیا ډول مطالعه کړي.
هغه وایي هڅه یې داده، چې په راتلونکي کې دا لړۍ د ښار نورو برخو او ولسوالیو ته هم وغځوي.
د بي بي حلیمې مرکزي لېسې مدیره زیور احمدي وایي، چې دا کتابونه به د نجونو د تعلیمي کچې په لوړولو کې مهم رول ولري، خو په ورته وخت کې له نورو دا ډول بنسټونو غواړي، چې دې برخې ته پام وکړي او د نجونو د ښوونځي هره برخه په کتابونو سمبال کړي.
د یادې لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې عاطفه وایي، یاد کتابونه به ورسره د معلوماتو په زیاتولو کې پوره مرسته وکړي.
د نومړې په خبره، هغه معلومات چې دوی یې له دې کتابونو اخلي، له هغو نجونو سره یې په اسانۍ شریکولی شي چې یادو کتابونو ته لاس رسی نه لري.
ښايي افغانستان په هغه کچه کې نه وي، چې هره علمي اداره دې اړتيا ته په کتو منظم او مجهز کتابتون ولري، خو ولې عام باور دا دی چې اوس دې ته برخې ته د چارواکو پاملرنه زياته شوې ده.
دا مهال زياتره زده کونکي او د پوهنتون محصلين د اړونده مسلک اضافي معلوماتو پيدا کولو په هدف اړ دي، څو په ښار کې په پيسو کتابونه واخلي او ویې لولي.
مدني فعال او د نظر څښتن فريد قربان د دې ستونزې د حل په هدف په علمي او اکاډميکو ځايونو کې د کتابتونو جوړول ډېر مهم بولي.
د معلومات له مخې دا مهال د دغه ولايت په ډېرو کمو ښوونځيو کې زده کونکو ته کتابتونونه جوړ شوي، خو د پوهنې رياست چارواکي وايي، پلان لري چې اړتيا ته په کتو په ټولو ښوونځيو کې د زده کونکو د علمي کچې لوړولو په هدف معياري کتابتونونه جوړ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


