ads

ولسي جرګه: بين الافغاني مذاکرات دې له قيد او شرط پرته پيل شي

سوله، د افغانانو هغه هیله چې لاهم د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو په بهیر کې ورکه کړه. د ولسي جرګې په غونډه کې ټېنګار وشو، چې له قيد او شرط پرته بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي. افغان سوله د دوشنبې په ورځ د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 لیندۍ 1398
ولسي جرګه: بين الافغاني مذاکرات دې له قيد او شرط پرته پيل شي
پارلمان

سوله، د افغانانو هغه هیله چې لاهم د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو په بهیر کې ورکه کړه.
د ولسي جرګې په غونډه کې ټېنګار وشو، چې له قيد او شرط پرته بايد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي.
افغان سوله د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د غونډې مهمه برخه وه او افغان چارواکي په دې تورن شول، چې ګواکي تراوسه نه دي توانېدلي په کورنۍ کچه د سولې په اړه اجماع او همغږي رامنځته کړي.
د ولسي جرګې غړي حبيب افغان په دغه غونډه کې وويل، سوله پر افغانانو پورې تړاو لري او افغان حکومت بايد په لوی لاس دغه واک نورو خلکو ته په لاس ور نه کړي.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د افغان سولې په اړه د يادې جرګې د ګډې فيصلې بيانيه هم واورول شوه، چې په هغه کې پر اوربند، بين الافغاني مذاکراتو او په کورنۍ کچه د اجماع په جوړولو ټینګار شوی وو.
د ولسي جرګې په غونډه کې له دې کبله هم اندېښنې څرګندې وې، چې ګواکي د ټاکنو پايلې به د سولې خبرې وځنډوي.
نيکبخت فهيمي په دغه غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه، چې له ټاکنيز کړکېچ سره به د افغان سولې برخليک لا نوره هم ناڅرګند پاتې شي.
په ورستيوکې يوځل بيا د افغان سولې په اړه د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د بيا پيل خبرې کېږي؛ خو لا تراوسه هم په رسمي ډول د يادو خبرو پخلی نه دی شوی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA