راپورونه وايي، د هانګ کانګ په سيمه ييزو ټاکنو کې په لويه کچه ډيموکراسۍ غوښتونکي مخالفين بريالي شول.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډيموکراسۍ غوښتونکي ګوند پلويانو له ۴۵۲ چوکيو ۳۹۰ ترلاسه کړې او په يادو ټاکنو کې له دوه ميليونه ډېرو کسانو يعنې ۷۰ فيصده د ټاكنو په شرايطو برابرو وګړو ګډون وکړ.
ډيموکراسۍ غوښتونکو کسانو له اعتراض کوونکو غوښتنه کړې وه، چې د ټاکنو په پروسه کې کوم خنډ رامنځته نه کړي.
امنيتي ځواکونو هم ګواښ کړى و، که څوک په دغه بهير کې ګډوډي رامنځته کړي، ټاکنې به لغوه اعلان کړي.
بايد وويل شي، چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۴۷ فيصده خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
په هانګ کانګ کې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې لاريونونه روان دي، چې په مهال يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.


