د عراق د روغتيا وزارت اعلان کړى، چې په دغه هېواد کې د لاريونونو له پيله تر دا مهاله ۱۱۱ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په دې کسانو کې امنيتي سرتېري او لاريون کوونکي شامل دي.
بلخوا د بشري حقونو د څار بنسټ ادعا کوي، چې د عراق د حکومت په وړاندې په لاريونونو کې تراوسه ۳۳۹ کسان وژل شوي او ۱۶ زره نور ژوبل دي.
په عراق کې د تېرې اکټوبر مياشتې له ۲۵مې نېټې راهيسې د فساد، بې کارۍ او د عمومي خدمتونو د نشت په غبرګون کې لاريونونه پيل شوي او لا هم دوام لري.
د امريکا په ګډون ځينو هېوادونو د عراق پر واکمن حکومت غږ کړى، چې د خلکو غوښتنې ومني، خو عراقي حكومت په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.


