ads

په کندهار کې هم هدفي وژنو زور اخیستی

په کندهارکي یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی. په تازه پېښه کې پرون مازدیګر د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیریت یو کار کوونکی د هدفي برید په پایله کي ووژل شو. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چي بریدګرو تېره ورځ مازدیګر څلور بجې او دېرش دقیقې د کندهار ښار […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 لیندۍ 1398
په کندهار کې هم هدفي وژنو زور اخیستی
کندهار

په کندهارکي یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی. په تازه پېښه کې پرون مازدیګر د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیریت یو کار کوونکی د هدفي برید په پایله کي ووژل شو.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چي بریدګرو تېره ورځ مازدیګر څلور بجې او دېرش دقیقې د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کي د تروریزم مدیریت یو کارکوونکی ترور کړ.
بارکزی وايي چي د پېښي په اړه پلټني رواني دي.
د امنیه قومنداني ویاند وايي، تر ډېره يې د داسې وژونکو مخه نیولې او له منځه يې وړي دي.
د بارکزي په خبره، د امنیه قومندانۍ پولیسو په تېره اونۍ کي تر درېیو پوري هدفي وژونکي وژلي او شاوخوا اوولس وسلوال طالبان یې ژوندي نیولي دي.
وسله وال طالبان تر ‌ډېره د داسې بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA