ads

په سوريه کې د تازه نښتو په پايله کې ۱۹ کسان ووژل شول

د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د دغه هېواد په رقه ښار کې د ترکيې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې دي. په دې نښتو کې د ترکيې له ملاتړه برخمن ۱۳ تنه او د سوريې د ډيموکراټيکو وسله والو شپږ غړي وژل شوي او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 لیندۍ 1398
په سوريه کې د تازه نښتو په پايله کې ۱۹ کسان ووژل شول

د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د دغه هېواد په رقه ښار کې د ترکيې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
په دې نښتو کې د ترکيې له ملاتړه برخمن ۱۳ تنه او د سوريې د ډيموکراټيکو وسله والو شپږ غړي وژل شوي او ډېر شمېر نور ژوبل دي.
د ياد بنسټ په وينا، ښايي د مرګ ژوبلې كچه تر دې هم لوړه شي.
د راپورونو له مخې، ترکي ځواکونه هڅه کوي د (اېم څلور) په نوم مهمه سيمه ونيسي.
بلخوا د سوريې د بشري حقونو د څار بنسټ په عين عيسى سيمه کې د ترکيې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو د شاتګ لپاره د ترکيې او روسيې د مذاکراتو پيلېدو خبر ورکړى دى.
ترکيې څه موده وړاندې په سوريه کې د کرد وسله والو په وړاندې عمليات پيل کړل، خو د امريکا په ګډون د يو شمېر هېوادونو له نيوکو سره مخ شول او په بدل کې يې واشنګټن د ترکيې پر ځينو وزارتونو او وزيرانو بنديزونه ولګول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA