ads

عبدالروف جبارخېل: امنیتي ځواکونه به په ارزګان کې تعروضي حالت غوره کړي

جنرال عبدالروف جبارخېل تازه د ارزګان د ملي امنيت د ریيس په توګه دنده پیل کړه. هغه مراسم، چې د ارزګان د ملي امنيت د نوي ریيس لپاره د دغه ولايت د ملي امنيت د غونډو په تالار کې نيول شوي وو، پکي د ارزګان د والي محمد شفيق اسدالله سعيد ترڅنګ يو شمېرنورو چارواکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 لیندۍ 1398
عبدالروف جبارخېل: امنیتي ځواکونه به په ارزګان کې تعروضي حالت غوره کړي

جنرال عبدالروف جبارخېل تازه د ارزګان د ملي امنيت د ریيس په توګه دنده پیل کړه.
هغه مراسم، چې د ارزګان د ملي امنيت د نوي ریيس لپاره د دغه ولايت د ملي امنيت د غونډو په تالار کې نيول شوي وو، پکي د ارزګان د والي محمد شفيق اسدالله سعيد ترڅنګ يو شمېرنورو چارواکو ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د یاد ولايت د ملي امنيت ریيس جنرال عبدالروف جبارخېل د خبرو پرمهال وويل، چې په ارزګان کې د وسله والو ډلو پروړاندې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او تردې وروسته به تعريضي حالت رامنځته کړي.
هغه ژمنه وکړه، چې په ارزګان کې به د امنيت په بدلون او د خپلو مسوليتونو اړوند پراخ اصلاحات رامنځته کړي.
د ارزګان والي محمدشفيق اسدالله سعيد هم د امنيت د ښه کولو لپاره څرګنده کړه، چې له ټولو امنيتي مسولينو سره به يوځاي د ارزګان ولسواليو ته سفر وکړي حالت به یې له نېږدې وارزوي.
امنيه قوماندان جنرال محمدخطاب خنجري بیا په ارزګان کې د امنيت د ښه کولو لپاره د خپل ملاتړ يادونه وکړه او ویې ویل، چې له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه به د وسله والو د ځپلو په هدف عمليات پیل کړي.
ارزګان، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسي پکي جګړه روانه ده، تر دا مهاله یې د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز سره تړلې پاتې دي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا په خبره، چې لاهم وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په ترينکوټ ښار او د ولسواليو مرکزونو ته نېږدي په جګړه بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA