ads

د کرنې او اوبو لګوونې وزارت سنتي سیسټم په عصري بڼه بدلوي

د کرنې اوبو لګونې وزارت د کرنې د معياري کولو لپاره پر داسې ټول منلې او غوره ستراتيژۍ کار کوي، چې پر مټ يې په افغانستان کې د کرنې سنتي سيستم په عصري بڼه واړوي. د کرنې وزارت په همدې هدف د يکشنبې په ورځ په کابل کې له کارپوهانو، بزګرانو او له خصوصي سکتور […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
3 لیندۍ 1398
د کرنې او اوبو لګوونې وزارت سنتي سیسټم په عصري بڼه بدلوي

د کرنې اوبو لګونې وزارت د کرنې د معياري کولو لپاره پر داسې ټول منلې او غوره ستراتيژۍ کار کوي، چې پر مټ يې په افغانستان کې د کرنې سنتي سيستم په عصري بڼه واړوي.
د کرنې وزارت په همدې هدف د يکشنبې په ورځ په کابل کې له کارپوهانو، بزګرانو او له خصوصي سکتور سره په یوې ګډې مشورتي غونډه کې ټینګار وکړ، چې د کرنې د معياري کولو او د کرنيزو محصولاتو د با کيفيته توليد لپاره د خصوصي سکتور ونډه خورا مهمه ده.
د کرنې اوبو لګونې وزارت وزير نصير احمد دراني په دغه غونډه کې وويل، د افغانستان کرنيزو محصولاتو ته په نړيوالو بازارونوکې غوره مارکېټ موندل شوی؛ خو له جوړېدونکې نوې ستراتيژۍ سره به د کرنې په برخه کې نورې شته ستونزې هم ختمې شي.
په همدې حال کې د سوداګريزو چارو وزارت سرپرست اجمل احمدي هم ډاډ څرګند کړ، چې افغان حکومت د کورنيو توليداتو لپاره په نړېواله کچه بازار موندنه کوي.
خو نوموړي داهم ومنله، چې کورنيو محصولاتو لپاره يوازې دا مارکېټونه کفايت نه کوي.
د کرنې په برخه کې تخصص لرونکي خلک بيا وايي، کورنيو محصولاتو لپاره د بازار موندنې ستونزې ترڅنګ، د کرنيزو توکو د با کيفيته توليد په برخه کې هم بايد بنسټيزې هڅې وشي.
د کرنې په برخه کې د جمهوري رياست ستر سلاکار عبدالحميد هلمندي په دغه غونډه کې څرګنده کړه، چې د کرنيزو توکو د با کيفيته توليد لپاره اړتيا ده، څو د افغانستان د اوبو سرچينې خوندي شي.
د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر کرنيزو توکو ولاړ دی؛ خو د کرنيزو محصولاتو لپاره د سړو خونو نشت، د تکنالوژيکي وسايلو کمښت او د حکومت لخوا د کرنې په برخه کې د اسانتياوو نه برابرول هغه ژور لاملونه دي، چې د عصري او باکيفيته توليداتو پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA