د خوست چارواکي وایي، چې د ښار په جنوبي برخه کې د تخته بېکې په نوم دوه ودانۍ، چې تاریخي ارزښت لري، له غصب او نورو خنډونو وژغورل شوه او بیرته به یې ورغوي.
د مسولینو په خبره، چې د تخته بېکې په نوم دغه دوې تاریخي ودانۍ د نادرخان د واکمۍ په اوایلوکې جوړشوي، چې په نظامي برخه کې ترې کار اخیستل کېده.
خو ځينې یې بیا له دې هم تاریخي یادوي. د روایتونو پر بنسټ چې د نادرشاه د واکمنۍ پرمهال دې پوځې چوڼيو ته یو لښکر رالېږل شوی و، چې د سقویانو پروړاندې وجنګېږي، خو تر دې دمه یې چاته دقیقه تاریخي مخینه نه ده معلومه.
د دې دواړو څنګ په څنګ تاریخي ودانیو دېوالونه نېږدې دوه متره سور لري، چې پر کونجونو یې جنګي مورچلونه هم اباد شوي دي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخې ابداتو مسول سیدقابل شاه میاخېل وايي، له دې ځایونو د نادرخان په وخت کې په نظامي برخه کې کار اخیستل کېده او د طالبانو پرمهال زندان او اوس مهال د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري پکې اوسېږي.
د نوموړي په خبره، له وزارته یې بار بار د رغونې غوښتنه کړې، خو تراوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.
د میاخېل په خبره، که چیرې یې رغونې ته پام ونشي، نو لېرې نه ده چې دا تاریخي ارزښتونه به له لاسه ورکړي.
خوست والي حلیم فدایي، چې له دې تاریخي ځایونو لیدنه کوله، وویل د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او نورو مربوطه ادارو سره په شریکه به یو ګروپ جوړ کړي، څو د تخته بېکې تاریخي قدامت او ارزښت معلوم او ترڅنګ به یې په راتلونکي کال کې بودجه منظوره او بیرته به یې ورغوي.
د والي په خبره، لومړۍ په کارده چې د یادو تاریخي ځایونو پروړاندې شته خنډونه له منځه یووړل شي.
هغه وایي، په تخته بېکو پورې تړلي ځينې ځایونه په قراردادونو ورکړل شوي او ځينې یې نظامي اورګانونه، چې ظاهرا یې اشاره ملي اردو ته وه، د دفاع وزارت حق بولي چې ولایتي او نورو اداروته پکې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.
د خوست د ولایتي شورا پخوانی رییس عبدالوالي واحدزی وايي، د خوست تخته بېکې تاریخي ودانۍ د لویي پکتیا په کچه تاریخي مخینه او ارزښت لري. هغه له افغان حکومت او لهد یونیسکو غوښتنه کوي، چې دا تاریخي ابدات ورغوي.
د نوموړي په خبره، په رغونې سره به یې یو خوا تاریخي ارزښت ساتل شوی وي او له بلې خوا به دې ولایت ته ځانګړې ښکلا ورکړې.
مسولین وایي، غواړي دا تاریخي ودانۍ د نظامي او نورو قراردادیانو له لاسه وباسي او د کور او ښارجوړولو وزارت ته یې وسپاري.
د دوی په خبره، له رغونې وروسته به یادې دواړه تخته بېکې له یوې خوا د داخلي او بهرنیو سیلانیانو دمځای وي او له بلې خوا به سیلانیان د دغه ولایت په تاریخي ارزښت پوهول کېږي.


