ads

په تخار كې د شاتو حاصلات ۳۰ فيصده زيات شوي

د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په دې ولايت كې سږ كال د تېر كال په پرتله د شاتو حاصلاتو د ۳۰ فيصده زياتېدو خبر وركوي. د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سراج‌ الدين مهربان وايي، سږ كال په دغه ولايت كې د شاتو حاصلات څه باندې ۱۰۰ ټنه […]

نویسنده: hewadpal
2 لیندۍ 1398
په تخار كې د شاتو حاصلات ۳۰ فيصده زيات شوي

د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست په دې ولايت كې سږ كال د تېر كال په پرتله د شاتو حاصلاتو د ۳۰ فيصده زياتېدو خبر وركوي.
د تخار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سراج‌ الدين مهربان وايي، سږ كال په دغه ولايت كې د شاتو حاصلات څه باندې ۱۰۰ ټنه ته رسېدلي، په داسې حال كې، چې تېر كال هلته ۷۰ ټنه شات ترلاسه شوي وو.
دى زياتوي، د تخار شات ښه كيفيت لري او د هېواد پر نورو ولايتونو سربېره پاكستان او متحده عربي اماراتو ته هم صادرېږي.
د مهربان په وينا، اوس مهال په ياد ولايت كې ۴۰۰ تنه د شاتو مچيو پر روزلو بوخت دي او ۹۰۰۰ صندوقه مچۍ لري.
د يادونې وړ ده، چې د شاتو مچۍ تر ډېره د تخار په مركز تالقان او رستاق، فرخار، ورسج او ځينو نور ولسواليو كې روزل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA