ads

ورزش ته د تنكيو ځوانانو لېوالتيا كمه شوې

د نړۍ په كچه ورزش ته د تنكيو ځوانانو لېوالتيا كمه شوې او يو علت يې له ټكنالوژۍ ګټه اخيستنه بلل شوې ده. د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د نوو موندنو پر بنسټ يې له ۱۱ تر ۱۷ كلونو پورې تنكي ځوانان ورزش او فزيكي فعاليتونو ته لږه لېوالتيا لري. د دغه سازمان په خبره، […]

نویسنده: hewadpal
2 لیندۍ 1398
ورزش ته د تنكيو ځوانانو لېوالتيا كمه شوې

د نړۍ په كچه ورزش ته د تنكيو ځوانانو لېوالتيا كمه شوې او يو علت يې له ټكنالوژۍ ګټه اخيستنه بلل شوې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، د نوو موندنو پر بنسټ يې له ۱۱ تر ۱۷ كلونو پورې تنكي ځوانان ورزش او فزيكي فعاليتونو ته لږه لېوالتيا لري.
د دغه سازمان په خبره، د نړۍ د هرو پنځو تنكيو ځوانانو څلور تنه يې له ورزش سره مينه نه لري.
د روغتيا د نړيوال سازمان د تازه سروې پايلې په ۱۴۶ هېوادونو كې له يو اعشاريه شپږ ميليونه تنكيو ځوانانو د پوښتنو په ترڅ كې ترلاسه شوې دي.
جنوبي كوريا ورزش ته د دې هېواد د ۹۴ فيصده تنكيو ځوانانو د نه لېوالتيا له كبله په لېست كې لومړى ځاى خپل كړى دى.
د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا، ورزش نه كول سبب كېږي، چې خلك په بېلابېلو په ځانګړې توګه د زړه په ناروغيو اخته شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA