ads

په هېواد كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ۱۳۹۸يم لمريز كال د لومړيو اوو مياشتو د راپور له مخې، په دغه هېواد كې سږ كال د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى اته اعشاريه دوه فيصده زيات شوى دى. په دې راپور كې، چې نن خپور شو راغلي، په ياده موده كې له ښځو سره د بېلابېل […]

نویسنده: hewadpal
2 لیندۍ 1398
په هېواد كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ۱۳۹۸يم لمريز كال د لومړيو اوو مياشتو د راپور له مخې، په دغه هېواد كې سږ كال د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى اته اعشاريه دوه فيصده زيات شوى دى.
په دې راپور كې، چې نن خپور شو راغلي، په ياده موده كې له ښځو سره د بېلابېل ډوله تاوتريخوالي ۲۷۶۲ قضيې ثبت شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د ښځو د ملاتړ برخې مسووله شبنم صالحي وايي، تاوتريخوالي افغان ښځې له ځان سوځونې، ځان وژنې، زده كړې، كور او دندې پرېښودلو او نورو ستونزو سره مخ كړې دي.
هغې ناوړه دودونه، پر لرې پرتو سيمو د حكومت كمزورى حاكميت، د امنيت نشتوالى، په عدلي او قضايي چارو كې د بانفوذه كسانو مداخله، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنواليو او محكمو ته د مېرمنو محدود لاسرسى او د عامه پوهاوي كچې ټيټوالى په هېواد كې له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښو د زياتېدو له عمده علتونو څخه ياد كړل.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۳۹۷يم لمريز كال په لومړيو اوو مياشتو كې يې د افغان ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۲۵۳۶ قضيې ثبت كړې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA