ads

په هلمند كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د هغو عملياتو په مهال، چې د مارجې ولسوالۍ د نيولو په هدف روان دي، څلور […]

نویسنده: hewadpal
2 لیندۍ 1398
په هلمند كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د هغو عملياتو په مهال، چې د مارجې ولسوالۍ د نيولو په هدف روان دي، څلور طالبان وژل شوي، درې تنه نور ټپيان شوي او ځينې سيمې د افغان سرتېرو لاس ته ورغلې دي.
د سرچينې په خبره، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو ۲۱ ماينونه، يو شمېر وسايط او يوه اندازه تجهيزات هم له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA