امنيتي چارواكي د كابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ماين چاودنې خبر وركوي.
د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې او ۲۰ دقيقې په قلعه وزير سيمه كې د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د چسپكي ماين چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې په موټر كې ناست يو تن سطحي ټپي شوى او رېنجر زيانمن شوى دى.
د يادې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


