په غزني كې نن د وژل شوو امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو او معلولو امنيتي سرتېرو له ۴۷ كورنيو سره د خوراكي او غيرې خوراكي توكو مرسته وشوه.
د دغه ولايت والي وحيدالله کليمزي د يادې مرستې د وېش په مهال وويل، دا مرسته د غزني له پېښو سره د مبارزې او د كليو د بيارغونې او پراختيا رياستونو له لوري برابره شوې وه.
هغه له ورته نورو كورنيو سره د مرستې كولو ډاډ وركړ.
بايد وويل شي، چې نه يوازې په غزني، بلكې د هېواد په نورو ولايتونو كې هم دمګړۍ ګڼ شمېر جګړه ځپلې كورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


