ads

د بښنې نړيوال سازمان په ګرجستان كې د خلكو پر تګ راتګ د بنديز لرې كولو غوښتنه وكړه

د بښنې نړيوال سازمان له روسيې او په جنوبي اوسيتيا كې له مسكو پلوه چارواكو غوښتي، چې د دې او د ګرجستان د نورو سيمو د خلكو ترمنځ پر تګ راتګ بنديز لرې كړي. دا يو اړخيز بنديز په تېره سپټمبر مياشت كې ولګول شو. د بښنې نړيوال سازمان پرون وويل، له يادې مياشتې راهيسې […]

نویسنده: hewadpal
2 لیندۍ 1398
د بښنې نړيوال سازمان په ګرجستان كې د خلكو پر تګ راتګ د بنديز لرې كولو غوښتنه وكړه

د بښنې نړيوال سازمان له روسيې او په جنوبي اوسيتيا كې له مسكو پلوه چارواكو غوښتي، چې د دې او د ګرجستان د نورو سيمو د خلكو ترمنځ پر تګ راتګ بنديز لرې كړي.
دا يو اړخيز بنديز په تېره سپټمبر مياشت كې ولګول شو.
د بښنې نړيوال سازمان پرون وويل، له يادې مياشتې راهيسې هلته بشري وضعيت ډېر خراب شوى دى.
سرچينې همدارنګه په يوه راپور كې ويلي، چې د بنديز له كبله يو تن وژل شوى او يو شمېر نور د سرغړونو په خاطر نيول شوي دي.
د بښنې د نړيوال سازمان په وينا، بنديز ډېر زيان زړو خلكو، د ښوونځيو زده كوونكو، محصلينو او ناروغانو ته رسولى دى.
ابخازيا او جنوبي اوسيتيا په ۱۹۹۰يم ميلادي كال كې د روسيې په مرستې له ګرجستانه جلايي اعلان كړه او مسكو په ۲۰۰۸م كال كې له ګرجستان سره تر پنځه ورځنۍ جګړې وروسته د هغوى خپلواكي په رسميت وپېژندله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA