وسله والو طالبانو د پنجشنبې په ورځ د سره صليب د نړيوالې كمېټې په همكارۍ ۱۰ امنيتي سرتېري افغان حكومت ته وسپارل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه کسان يې د هغې هوکړې له مخې خوشې كړي، چې په افغانستان كې د امريكايي پوهنتون د دوو استادانو او د طالبانو د درېيو جګپوړو غړو د تبادلې لپاره شوې وه.
د هلمند د رسنيو دفتر ويلي، ياد افغان سرتېري، چې له يوه تر شپږو کلونو پورې له طالبانو سره بنديان وو، د سره صليب د نړيوالې كمېټې په همکارۍ د طالبانو له بنده ازاد او د ياد ولايت والي تورن جنرال محمد ياسين خان ته وسپارل شول.
ويل كېږي دا سرتېري، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې په مهال نيول شوي وو، د دې ولايت په ګرشك ولسوالۍ كې د يادې كمېټې استازو ته سپارل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ