ads

اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره خپله بېړنۍ مرسته زياته كړه

اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره د خپلې بېړنۍ مرستې كچه ۷۷ ميليونه يورو ته ورسوله. اروپايي كمېسيون د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه كې وويل، دا ګام په افغانستان كې د بشري وضعيت د خرابېدو له كبله اخيستل شوى دى. په اعلاميه كې راغلي، چې ۴۰ ميليونه اضافي يورو به د بېړني روغتيايي مراقبت، […]

نویسنده: hewadpal
1 لیندۍ 1398
اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره خپله بېړنۍ مرسته زياته كړه

اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره د خپلې بېړنۍ مرستې كچه ۷۷ ميليونه يورو ته ورسوله.
اروپايي كمېسيون د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه كې وويل، دا ګام په افغانستان كې د بشري وضعيت د خرابېدو له كبله اخيستل شوى دى.
په اعلاميه كې راغلي، چې ۴۰ ميليونه اضافي يورو به د بېړني روغتيايي مراقبت، سرپناه، د اوبو برابرولو او د ښځو او ماشومانو د ساتنې په برخو كې ولګول شي.
د اروپايي اتحاديې د بشري چارو همغږي كوونكي کريسټوس سټايليانيډس ويلي، چې افغانستان سږ كال نه يوازې د حكومت او وسله والو ډلو ترمنځ سختو جګړو، بلكې درنو سېلابونو هم زيانمن كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA