ads

تېره مياشت د ننګرهار د ګمرك عوايد نېږدې دوه ميليارده افغانۍ وو

د ننګرهار د ګمرك رياست په لومړي ځل په يوه مياشت كې نېږدې دوه ميليارده افغانۍ عوايد را ټول كړي دي. د دې ولايت د ګمرک رئيس احمد نويد بشريار وايي، په تېره لړم مياشت كې يې يو ميليارد، ۸۳۱ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړل او د دولت خزانې ته يې وسپارل. دى د […]

نویسنده: hewadpal
1 لیندۍ 1398
تېره مياشت د ننګرهار د ګمرك عوايد نېږدې دوه ميليارده افغانۍ وو

د ننګرهار د ګمرك رياست په لومړي ځل په يوه مياشت كې نېږدې دوه ميليارده افغانۍ عوايد را ټول كړي دي.
د دې ولايت د ګمرک رئيس احمد نويد بشريار وايي، په تېره لړم مياشت كې يې يو ميليارد، ۸۳۱ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړل او د دولت خزانې ته يې وسپارل.
دى د عوايدو د لوړېدو علتونه د چارو ښه مديريت، د فساد کچې ټيټوالى، په ګمرکي چارو کې د زورواکو د لاسوهنې مخنيوى، د څانګو ترمنځ ښه همغږي او سوداګرو ته قانوني اسانتياوې برابرول په ګوته کوي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان سوداګر لا هم د هېواد په ګمركونو كې د فساد د شتون له كبله سر ټكوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA