ads

امريكا: د چين بنسټيز پروګرام د پاكستان په ګټه نه دى

يوې لوړپوړې امريكايي ډيپلوماټې د چين له بنسټيز پروګرامه د رامنځته كېدونكو خطرونو په اړه پاكستان ته خبردارى وركړى دى. د جنوبي او مركزي اسيا په چارو كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز تېره ورځ په يوه كنفرانس كې وويل، د چين – پاكستان له ۶۰ ميليارد ډالري اقتصادي دهلېز څخه […]

نویسنده: hewadpal
1 لیندۍ 1398
امريكا: د چين بنسټيز پروګرام د پاكستان په ګټه نه دى

يوې لوړپوړې امريكايي ډيپلوماټې د چين له بنسټيز پروګرامه د رامنځته كېدونكو خطرونو په اړه پاكستان ته خبردارى وركړى دى.
د جنوبي او مركزي اسيا په چارو كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز تېره ورځ په يوه كنفرانس كې وويل، د چين – پاكستان له ۶۰ ميليارد ډالري اقتصادي دهلېز څخه به يوازې بيجينګ ګټه پورته كړي.
متحدو ايالتونو او زيات شمېر اروپايي هېوادونو د سيمه ييزو زېربناوو لپاره د چين د پور پر پروژې نيوكه كړې او خبردارى يې وركړى، دې پروژې پر ځينو هغو هېوادونو، چې د ودې په حال كې دي، پور تحميل كړى او هغوى به يې د وركړې په برخه كې عاجز پاتې شي.
چين د (يو كمربند يوه لار) په نوم يو تريليون ډالري اقتصادي پروګرام پيل كړى، چې يوه برخه يې په پاكستان كې عملي كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA