ads

امريكا د سولې په بهير كې د افغان حكومت پر ګډون ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د دې لپاره، چې د سولې بهير بريالى شي، د افغانستان د حكومت مديريت او ګډون په كې حتمي دي او بايد سر له اوسه پيل شي. هغه دا څرګندونې تېر ماښام له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال وكړې. د ارګ د […]

نویسنده: hewadpal
1 لیندۍ 1398
امريكا د سولې په بهير كې د افغان حكومت پر ګډون ټينګار وكړ

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د دې لپاره، چې د سولې بهير بريالى شي، د افغانستان د حكومت مديريت او ګډون په كې حتمي دي او بايد سر له اوسه پيل شي.
هغه دا څرګندونې تېر ماښام له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال وكړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د افغان حکومت د سولې د اووه ماده ييز پلان په اړه خپل امريكايي سيال ته معلومات ورکړل، چې په مقابل کې يې جمهور رئيس ټرمپ د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټينګار وکړ.
د امريکا جمهور رئيس په افغانستان كې د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون لپاره د افغان جمهور رئيس له مرستې مننه وکړه.
جمهور رئيس ټرمپ همدارنګه خپل افغان سيال ته امريكا ته د رسمي سفر بلنه وركړه، چې د جمهور رئيس غني له لوري ومنل شوه.
په دې ټيليفوني خبرو كې د دواړو هېوادونو مشران پر سولې بهير او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پرمختګونو هم وغږېدل.
دوى په بېلابېلو په ځانګړې توګه په ننګرهار كې د داعش ډلې د ماتې په برخه کې د افغان سرتېرو پرمختګونه وستايل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA