ads

په ننګرهار كې د دوو کورنيو ترمنځ په نښته كې نهه تنه ووژل شول

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سيمه کې نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو کورنيو خپلمنځي وسله واله نښته كړې ده. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې پېښه کې د دواړو کورنيو نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د نوموړي په خبره، […]

نویسنده: hewadpal
30 لړم 1398
په ننګرهار كې د دوو کورنيو ترمنځ په نښته كې نهه تنه ووژل شول

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په بډا کڅ سيمه کې نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو کورنيو خپلمنځي وسله واله نښته كړې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، په دې پېښه کې د دواړو کورنيو نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، دا نښته د ورېښمين او انور د کورنيو ترمنځ شوې، چې په ترڅ كې يې د انور د كورنۍ پنځو غړو او د ورېښمين د كورنۍ څلورو غړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
خوږياڼي د يادې نښتې علت كورنى تاوتريخوالى وباله.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ورته پېښو خلكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA