په كابل ښار كې د سياسي چارو د شنونكي وحيد مژده ترور كېدو د بيان ازادۍ او د رسنيو د فعالانو د فعاليتونو په اړه اندېښنې زياتې كړې دي.
مژده د چهار شنبې په ماښام د روسيې سفارت ته نېږدې د نامعلومو موټر سايكل سپرو وسله والو كسانو په ډزو ووژل شو.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى اجرايوي مشر عبدالمجيب خلوتگرو وايي، د داسې کسانو وژنه، د بيان ازادۍ ته يو لوى ګواښ دى.
نوموړى له حكومته غواړي، چې د دغسې پېښو عاملين ونيسي، ترڅو پر امنيتي ځواكونو د خلكو باور له منځه لاړ نه شي.
په ورته مهال د سياسي چارو شنونكى كبير رنجبر د ترور پېښو پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي او زياتوي، كه يې لړۍ دوام ولري، د رسنيو د فعالانو پر فعاليتونو به ناوړه اغېز وكړي.
د ده په خبره، هېڅوك بايد د خپلې عقيدې د بيانولو په تور ونه وژل شي.
بل پلو د كورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروې اميني كليد ته وويل، هدفي وژنې د افغان حكومت د وسله والو مخالفينو كمزورتيا په ډاګه كوي او هغوى په دې كار سره هڅه كوي، چې د خلكو روحي امنيت ته زيان ورسوي.
هغه خلكو ته ډاډ وركوي، چې د دا ډول پېښو له عاملينو سره به جدي چلند وشي.
د يادونې وړ ده، چې وحيد مژده د طالبانو پلوي بلل كېده.
تر ده وړاندې پر محمد حسن حقيار او نظر محمد مطمئن هم، چې دوى دواړه هم طالب پلوه بلل كېږي، بريدونه شوي، چې حقيار په كې ټپي شوى، خو مطمئن ته په كې زيان نه دى رسېدلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


