د ملي امنيت د عمومي رياست لومړى مرستيال اديب فهيم له خپلې دندې ګوښه شو.
هغه نن پر خپله فېسبوك پاڼه خپل استعفا ليك خپور كړى دى.
د نوموړي استعفا د جمهور رئيس محمد اشرف غني له لوري منل شوې ده.
اديب فهيم له دندې د ګوښه كېدو علت شخصي ستونزې بللې دي.
ده څلور كاله د ملي امنيت د عمومي رياست د لومړي مرستيال په توګه دنده ترسره كړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


