ads

په پکتیکا کې سیمه ییزې اردو له لس میاشتو راهیسي معاش نه دی اخېستی

د بهادرخان او سیداالله په نومونو د سیمه ییزې اردو دوه سرتیري وايي، د دندي له لومړۍ ورځي بیا د لس میاشتو په تېرېدو يې معاش نه دی اخیستی. دوي څرګندوي، چې د تجهیزاتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په وینا يي د چارواکو کړې ژمنې یوازې د کاغذ پر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 لړم 1398
په پکتیکا کې سیمه ییزې اردو له لس میاشتو راهیسي معاش نه دی اخېستی

د بهادرخان او سیداالله په نومونو د سیمه ییزې اردو دوه سرتیري وايي، د دندي له لومړۍ ورځي بیا د لس میاشتو په تېرېدو يې معاش نه دی اخیستی.
دوي څرګندوي، چې د تجهیزاتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په وینا يي د چارواکو کړې ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي.
د کټواز زون د سیمه ییزې اردو د ټولي قومندان عبدالمحمد کلید ته وویل، په پیل کې ورسره د ښو امکاناتو د ورکړې ژمنه شوې وه ، خو اوس هېڅ شی هم نه لري.
دی زیاتوي، چې د معاشونو د ځنډ تر څنګ د استوګنې لپاره داسې ځای لري، چې هېڅ د اوسېدو وړ نه دی.
عبدالمحمد څرګندوي، چې د چارواکو د ژمنو د نه عملي کېدو له کبله نیمايي سرتیري د دوی له لیکو وتلي او دندي يي پريښي دي.
پر همدې مهال د پکتیکا یو تن قومي مشر سردار خان وايي، د دې ولایت ځوانان له قوي مورال سره د اردو لیکو ته ولاړل، خو دولت په تش میدان پرېښودل.
دی زیاتوي، چې په سلګونو کسان د وسلوالو طالبانو تر ګواښ لاندي راغلل، هغوی اوس له وېري په کورونو کې ناست دي، دولت نه ورته تجهیزات ورکوي او نه هم معاش .
بل لور په پکتیکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول د دویمي پلي لوا قومندان ډګروال رحم دل حیدرزي له کلید سره په خبرو کې وویل، په یو کم شمېر کې کسان چې په کارونو کې يې څه نیمګړتیاوې وې، له معاش څخه پاتې دي.
دی څرګندوي، چې ټول هغه امکانات چې د سیمه ییزې اردو لپاره ځانګړي شوي، هغه يې ورته ورکړي او په وینا يي هېڅ یو سرتیری د معاش نه اخېستلو یا کوم بل څه له کبله د اردو له لیکو څخه نه دی جلا شوی.
په پکتیکا کې د سیمه ییزې اردو سرتیرو تر شکایتونو وړاندې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو او ملي پولیسو له لوري هم څو ځلې د امکاناتو او تجهیزاتو د کمښت او معاشونو د ځنډ راپورونه خپاره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA