د هلمند د امنیه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ په مارجې ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
سرچینه زیاته وي، چې د دغو عملیاتو پرمهال ۳۵کړۍ ډول ډول ماینونه د افغان ځواکونو له لوري کشف او له منځه یوړل شول.
تراوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان هغه ناامنه ولایت دی، چې ډېری وخت پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې کېږي او د دوی تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ پکې اوړي.