په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهار شنبه په لوګر کې د یوې امریکایي الوتکې لوېدو په پېښه کې دوه امریکایي سرتیري ووژل شول.
دغه ماموریت زیاتوي، چې تر اوسه د الوتکې لوېدو څرنګوالی معلوم نه دی او په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
د سرچینې په وینا، په ۲۴ ساعتونو کې به د وژل شوو امریکایي ځواکونو هویت هم په ډاګه شي.
بلخوا، وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې دغه الوتکه د دوی په برید کې نسکوره شوې او په لسګونه افغان او بهرني ځواکونه پکې وژل شوي دي.
خو د لوګر د څرخ ولسوالۍ ولسوال بیا وایي، چې یاده الوتکه له یوه غره سره تر لګېدو وروسته لوېدلې ده.
په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکایي سرتیرو شمېر ۱۶ ته ورسېد.