ads

په خوست کې د بمي چاودنې په پایله کې درې کسان ژوبل شول

نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د خوست ښار اړوند تڼيو اډې پمپ ته مخامخ د خوست او کابل پر عمومي سرک بمې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل. د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل، چې یاده چاودنه د ټرافیکو پر رنجر موټر ترسره شوه. د عادل په خبره، بم په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 لړم 1398
په خوست کې د بمي چاودنې په پایله کې درې کسان ژوبل شول

نن شاوخوا یوولس نیمې بجې د خوست ښار اړوند تڼيو اډې پمپ ته مخامخ د خوست او کابل پر عمومي سرک بمې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل، چې یاده چاودنه د ټرافیکو پر رنجر موټر ترسره شوه.
د عادل په خبره، بم په یو ګلدان کې ځای پرځای شوی و، چې د چاودنې په پایله کې یې دوه ټرافیک او یوم ملکي وګړی زخمیان شول.
د مسولینو په خبره، ټپیان يې د خوست ملکي روغتون ته انتقال کړي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په خوست کې په دې وروستیو کې چسپکي ماینونو او بمي چاودنو زور اخیستی، چې ډېری وخت ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
تر اوسه د دغې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA