د افغانستان دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په ارباب خېلو سیمه کې د ملي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مټ یې مخه ونیول شوه.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
دفاع وزارت وایي چې په دې نښته کې یو سرتیروی وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا ویلي چې په یادو بریدونو کې لسګونه افغان سرتیري وژل شوي او ټپیان دي.