د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۳۰۰۰ امریکایي ځواکونو به د ایران د ګواښ له کبله په سعودي عربستان کې ځای پر ځای شي.
د خبرپاڼې له مخې، ټرمپ تېره ورځ ناوخته د کانګرېس مشرې نانسي پلوسي ته په خطاب کې د ایران له خوا د رامنځته کېدونکي ګواښ په تړاو خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه شمېر امریکایي ځواکونه به تر نامعلومې نېټې په سعودي عربستان کې پاتې شي.
ټرمپ د دغه لیک په یوه برخه کې ویلي، چې امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتونو د ګټو خوندیتوب او د سیمې د امنیت ساتلو لپاره په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کېږي.
تر دې وړاندې هم د امریکا جمهور رییس سعودي عربستان ته د خپلو سرتیرو د لېږلو خبر ورکړی و.


