په ملي پوځ کې د وژل شویو کورنیو غړي وایي، د غنمو پر مرستو خوښ دي، خو د دوی په خبره دابسنه نه کوي او پکار ده چې پوره لاسنیوی یې وشي.
امیر لقمان چې یوازینی زوی یې په ملي پوځ کې له لاسه ورکړی، وایي ژوند تېرول ورته سخت پرېوتي.
د لقمان په خبره افغان دولت دې د دوی لاسنیوی وکړي، ځکه نور یې څوک نشته چې د کور اقتصادي اړتیاوې یې ورپوره کړي.
یو بل تن مرسته اخیستونکی یارمحمد وایي، یو زوی یې په ملي پوځ کې وژل شوی او تیار دی چې څلور نور زامن هم د ملي اردو په لیکو کې شامل کړي، خو له حکومته غواړي چې د سرپنا ستونزه یې ورحل کړي.
د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قومندان جنرال محمدزمان صابر وایې، چې دوی تر دې وړاندې هم له اړمنو کورنیو سره مرستې کړې او له ځینو کورنیو سره یې شخصي مرستې هم کړي.
هغه وایي، کوم حقوق چې د مرکزي دولت له لوري د وژل شوو سرتیرو کورنیو ته ورکول کېږي، دوی به یې په ورکړه کې عفلت ونه کړي.
دا ډول مرستې ډېری وخت د ملي دفاع وزارت له لوري له هغو کورنیو سره ترسره کېږي، چې د کورنۍ غړي یې د ملي اردو په لیکو کې وژل شوي او یا معلول شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


