ads

په ارزګان کې د زده کوونکو په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې شول

په ارزګان کې د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري د لاسي صنايعو هغه توکی نندارې ته وړاندي شول، چې زده کوونکو په خپلو لاسونو جوړ کړي وو. په دغو لاسي صنايعو کې ډول ډول توکی شامل وو، چې د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري جوړ شوي وو. د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 لړم 1398
په ارزګان کې د زده کوونکو په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې شول

په ارزګان کې د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري د لاسي صنايعو هغه توکی نندارې ته وړاندي شول، چې زده کوونکو په خپلو لاسونو جوړ کړي وو.
په دغو لاسي صنايعو کې ډول ډول توکی شامل وو، چې د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري جوړ شوي وو.
د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي، ياد لاسي صنايع د ښوونځيو د زده کوونکو له لوري د پوهني رياست په همکاري جوړ شوي دي.
د ارزګان د پوهنې رياست تدريسي معاوين محمدنسيم همتزی وايي، دوی هڅه کوي څو زده کوونکو ته په دي برخه کې نورې اسانتياوي هم رامنځته کړي، چې د لاسي صنايعو دغه ډول توکو جوړېدوته وده وکړي.
هغه له کورنيو غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.
د ښوونځي هغه زده کوونکي چې دغه لاسي توکی يې جوړ کړي، زياته وي چې که زمينه ورته برابره شي، تر دې به هم نور بهتره شيان جوړ کړي.
دوی د وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې دي زده کړي ته اجازه ورکړي.
د پوهنې رياست د چارواکو په خبره چې په ارزګان کې د ناامنيو بېلابېلو لاملونو له کبله لاهم لسکونه ښوونځي تړلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA