ملګرو متلونو اعلان کړی، چې په یمن کې د روانو جګړو له کبله ۱۲ میلیونه یمني ماشومان بیړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغه هېواد کې روانه جګړه د دې لامل شوې چې ۱۲ میلیونه یمني ماشومان له لوږې سره مخ شي او د دوی لاسنیوي ته سخته اړتیا ده.
دغه خبر د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق له لوري خپور شوی او ویل شوي چې اوسمهال یمن د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی.
په یمن کې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې سختې جګړې روانې دي، چې له کبله کې په زرګونه کسان وژل شوي او په میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.


