د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیتي چارواکي په دغې ولسوالۍ کې د یو سیمه ییز قومندان د وژل کېدو خبر ورکوي او وایې چې دغه قومندان د وسله والو مخالفینو په برید ووژل شو.
د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان سید عارف اقبالي د دغه خبر په تایید سره وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د لېزري وسلې پر مټ د قومندان اکبر په نوم یو سیمه ییز قومندان وواژه.
ویل کېږي چې په دغه برید کې بل کوم کس ته زیان نه دی اوښتی.
د بلخ شولګره ولسوالي یوه ناامنه ولسوالي ده، چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو شتون پکې ډېر شوی دی.