له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د یو دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د امنیتي حالت ارزولو په هدف دغه ولایت ته په سفر ولاړ.
د خبرپاڼې له مخې، جمهور رییس غني به په دغه سفر کې د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسولینو، قومي مشرانو او اړوندو چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
له جمهور رییس غني سره په یاد سفر کې د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار او یو شمېر نور لوړپوړي دولتي چارواکي ملتيا کوي .
په دغه سفر کې به په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې له کبله د امنیتي ځواکونو، پاڅوون کوونکو او د یاد ولایت د خلکو د مېړانې ستاینه هم وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې سلګونه غړي حکومت ته تسلیم شول او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې یې افغان ځواکونو ته وسپارلي.