ads

جمهور رییس غني وایي، داعش ډله په ننګرهار کې له پښو ولوېده

جمهور رییس محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف دغه ولایت ته له لوړيوړي امنیتي پلاوي سره سفر درلود. هغه په یاد ولایت کې پر امنیتي مسولینو سربېره د ولسي پاڅونوالو او قومي مخورو سره بېلا بېلې کتنې درلودې. د دې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 لړم 1398
جمهور رییس غني وایي، داعش ډله په ننګرهار کې له پښو ولوېده

جمهور رییس محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف دغه ولایت ته له لوړيوړي امنیتي پلاوي سره سفر درلود.
هغه په یاد ولایت کې پر امنیتي مسولینو سربېره د ولسي پاڅونوالو او قومي مخورو سره بېلا بېلې کتنې درلودې.
د دې لیدنو پرمهال جمهور رییس محمد اشرف غني وویل، ننګرهار کې داعش وسله والې ډلې ماتې خوړلې او اوس یې غړي له کورنیو سره دولت ته تسملېږي.
جمهور رییس غني دغه راز په ننګرهار کې دولت ته د تسلیم شوو پاکستاني داعشیانو په اړه وویل، هېڅکله به د دوی مېرمنې او ماشومان د پاکستان حکومت ته ور نه کړي، بلکې د دوی خپلوانو ته به یې وسپاري.
جمهور رییس محمد اشرف غني وایي، دوی به د داعش وسله والو د بهرنیو غړو له کورنیو سره د افغاني دود له مخي چلند وکړي او زیاته یې کړه چې د داعش تسليم شوو داخلي جنګياليو په اړه به ولس پرېکړه کوي، چې څه ډول سزا ورته ټاکي.
د هېواد جمهور ریيس محمد اشرف غني د ننګرهار ولایتي ادارې ته سپارښتنه وکړه چې د تسليم شوو داعش وسله والو اولادونو او مېرمنو سرپرستۍ لپاره يوه طرحه جوړه او له ده سره شريکه کړي، ترڅو له مخې يې ورته بودجه منظورشي.
هغه دغه راز په دې لیدنو کې د دغه ولایت ولسي پاڅونوالو سره ژمنه وکړه چې لا به د حکومت ضد ډلو پر وړاندې تجهیز کړ او دفاع وزارت ته یې سپارښتنه وکړه چې شته ولسي پاڅون کوونکي دې په سیمه ییزه اردو کې جذب کړي.
جمهور محمد اشرف غني داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي چې په دې ورستیو کې په ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات چټک شوي او د دوی په خبره داعش وسله واله ډله دې ته اړ شوې چې، له خپلو کورنیو سره افغان پوځيانو ته تسلیم شي.
د ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې په روانه میاشت کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون تر ۶۰۰ زیات داعش وسله وال افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د روان کال په تېرو نهو میاشو کې دا څلورم ځل دی ننګرهار ولایت ته سفر کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA