ads

په بغلان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې ټرافيكي پېښې لسګونه كسان ټپيان كړي دي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، نن سهار يو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونكى موټر، چې له كابله كندوز ته روان و، د بغلان په ګرداب سيمه كې له سړكه وتلى او اوبو ته لوېدلى […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
په بغلان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې ټرافيكي پېښې لسګونه كسان ټپيان كړي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت كليد ته وويل، نن سهار يو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونكى موټر، چې له كابله كندوز ته روان و، د بغلان په ګرداب سيمه كې له سړكه وتلى او اوبو ته لوېدلى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې، چې د موټر چلوونكي د بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې، يو تن وژل شوى او ۴۰ نور ټپيان دي.
په همدې حال كې د بغلان د عامې روغتيا رياست سرچينو ويلي، چې په ياده پېښه كې درې تنه وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل دي.
د روغتيايي چارواکو په خبره، په هېواد کې د ځانمرګو بريدونو په پرتله د ټرافيکي پېښو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA