ads

د پکتیکا روغتیاریي چارواکي: د ورځني واکسین پلي کېدل خورا پڅ روان دي

وروسته له هغه چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له اوږده ځنډ وروسته د پولیو دوې مثبتي پېښي ثبت شوې، روغتیايي مسولین يي لامل په یو شمېر کلینیکونو کې د روټین یا ورځنیو واکسینو په سم ډول نه پلي کېدل په ګوته کوي. د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالحکیم […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
د پکتیکا روغتیاریي چارواکي: د ورځني واکسین پلي کېدل خورا پڅ روان دي

وروسته له هغه چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له اوږده ځنډ وروسته د پولیو دوې مثبتي پېښي ثبت شوې، روغتیايي مسولین يي لامل په یو شمېر کلینیکونو کې د روټین یا ورځنیو واکسینو په سم ډول نه پلي کېدل په ګوته کوي.
د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبدالحکیم همت کلید ته وویل، په ټولیز ډول په دغه ولایت کې د واکسین پر وړاندې لا هم د خلکو فکر نه دی جوړ شوی.
هغه څرګندوي چې اوس هم په یو زیات شمېر کې ماشومان له واکسین څخه بي برخې کېږې.
ډاکتر همت وايي، په برمل ولسوالۍ کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو رامنځته کېدو لامل د یاد ولایت په یو شمېر کلینیکونو کې د روټین یا ورځنیو واکسینو کمزوری تطبیق دی.
بل لور بیا د روغتیا برخې پلي کوونکې موسیسې مسولین وايي، ممکن په یو کم شمېر کې کسان له واکسین څخه پاتې وي، خو په خبره يې دوی هره میاشت ټولو کلینیکونو ته واکسین رسوي .
د ( او اچ پي ام ) موسیسې سرپرست رییس ګل الرحمن نقشبندي وايي، د روټین واکسینو په تطبیق کې تر اوسه له کوم خنډ او ځنډ سره نه دي مخ شوي.
پر همدې مهال د پکتیکا پوهنې ریاست د روغتیا امر عبدالروف مخلص کلید ته وویل، د همکارۍ او مرستې له مخي یاد ریاست د واکسینو د ښه پلي کېدو لپاره د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه پیلوي.
هغه څرګندوي، چې ښوونکو او نورو مسولینو ته يې هر وخت سپارښتنه کړې، چې په غونډو او نورو ناستو کې خلک د واکسین پر ارزښت پوهه کړي.
په پکتیکا کې په دې وروستیو کې د روټین یا ورځنیو او پولیو واکسین د ناسم تطبیق په اړه اندېښني را ولاړې شوې او پر روغتیايي مسولینو نیوکه کېږې، چې په دې برخه کې ورسپارل شوی مسولیت یې په سم ډول سرته نه رسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA