ads

د ارزګان ځوانان د سپورټ په ډګر کې د امکاناتو له نشت څخه سر ټکوي

دا د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې هغه شګلن لوبغالى دى، چې هره ورځ پکې ځوانان د فوټبال او واليبال ترڅنګ د کرکټ لوبه هم کوي. په دې وروستيو کې په ترينکوټ ښار کې ډېرو ځوانانو ورزش ته مخه کړې او وايي چې ورزش د روغتيا لپاره خورا مهم دى. خو دغه لوبغاړي د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
د ارزګان ځوانان د سپورټ په ډګر کې د امکاناتو له نشت څخه سر ټکوي

دا د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې هغه شګلن لوبغالى دى، چې هره ورځ پکې ځوانان د فوټبال او واليبال ترڅنګ د کرکټ لوبه هم کوي.
په دې وروستيو کې په ترينکوټ ښار کې ډېرو ځوانانو ورزش ته مخه کړې او وايي چې ورزش د روغتيا لپاره خورا مهم دى.
خو دغه لوبغاړي د حکومت ترڅنګ له سوداګرو څخه هم ګيله کوي، چې د ستونزو په حل کې یې ورسره اړينه مرسته نه ده کړې.
د دوى په وينا، سره له دې چې لوبغالى نه لري، له نورو ستونزو سره هم مخ دي، چې بايد حل شي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د اروزګان د سپورت امر قدرت الله الفت کليد ته وويل، چې د بودجې د کموالي له کبله نه دي توانيدلي، څو لوبغاړو ته د هغوى له غوښتنې سره سم خدمتونه برابر کړي.
خو ده زياته کړه، چې تر خپلې وسې يې د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره اقدامات کړي او له سوداګرو يې هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د کرکټ يوې اکاډمۍ فعاليت پيل کړ، څو دغه لوبه ځوانان په اکاډميک ډول زده کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA