ads

افغان ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې تازه عملیات پیل کړل

د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال ذبیح الله مهمند وايي، د لښکرګاه او نادعلي لخوا يي د مارجې ولسوالۍ د مرکز په لوري عملیات پیل کړي، چي تر دا مهاله یې ۵ کیلومتره يي پرمختګ کړی دی. ښاغلي مهند کلید ته وویل، دغه عملیات يي پرون پیل کړي او تر دې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
افغان ځواکونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې تازه عملیات پیل کړل

د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال ذبیح الله مهمند وايي، د لښکرګاه او نادعلي لخوا يي د مارجې ولسوالۍ د مرکز په لوري عملیات پیل کړي، چي تر دا مهاله یې ۵ کیلومتره يي پرمختګ کړی دی.
ښاغلي مهند کلید ته وویل، دغه عملیات يي پرون پیل کړي او تر دې مهاله له کوم خنډ سره نه دي مخامخ شوي، خو وسله والو طالبانو ته د پراخې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د نوموړي په خبره، دا ځل به نیول کېدونکي سیمي ساتي او هلته به ګڼ شمېر سرتیري ځای پرځای کوي، چې وسله وال طالبان بیا په دغو سیمو کې پټنځایونه جوړ نه کړي.
په ورته وخت کې بیا د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته د ۲۱۵ میوند قول اردو د قومندان ټولي خبري رد کړې.
دا څوم ځل دی، چي حکومتي مسولین د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د عملیاتو د پیل خبر ورکوې، خو کله چې عملیات پای مومي، سیمې خوشي او بیرته وسله وال طالبان هلته ځای پر ځای کېږي.
اوس چې هوا سړه شوي شنونکي وايي، حکومت ته په کارد ه چي له وخته ګټه واخلي او هغه سیمې بیرته ونیسي چې تر دې وړاندې وسله والو طالبانو ترې نیولې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA