ads

افغان ماشومان لاهم په پاکستانیو ښوونځیو کې زده کړې کوي

د ننګرهار پوهنې ریاست وایي، چې پاکستاني ښوونځیو ته دافغان ماشومانو د ورتګ مخنیوي لپاره یې په تورخم ښارګوټي او شاوخوا سیمو کې تازه ښوونځي جوړ کړي. د ننګرهار پوهنې رییس حسیب الله شینواري کلید ته وویل، چې دوی پاکستاني ښوونځیو ته د دغه ولایت د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ورتګ مخنیوي لپاره اقدامات کړي، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 لړم 1398
افغان ماشومان لاهم په پاکستانیو ښوونځیو کې زده کړې کوي

د ننګرهار پوهنې ریاست وایي، چې پاکستاني ښوونځیو ته دافغان ماشومانو د ورتګ مخنیوي لپاره یې په تورخم ښارګوټي او شاوخوا سیمو کې تازه ښوونځي جوړ کړي.
د ننګرهار پوهنې رییس حسیب الله شینواري کلید ته وویل، چې دوی پاکستاني ښوونځیو ته د دغه ولایت د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ورتګ مخنیوي لپاره اقدامات کړي، خو بریالي شوي نه دي.
شنیواری وایي، چې د تورخم په صفري نقطه کې یې لومړنی ښوونځی د دې لپاره جوړ کړ، چې د سیمې ماشومان له پولې هغې غاړې ښوونځیو ته له ورتګ راوګرځي، خو دې چارې اغېز نه دی کړی.
د پوهنې رییس وویل، چې د یادو ماشومانو کورنیو ورسره ژمنه کړې وه، چې د ښوونځیو ترجوړېدو وروسته به پاکستاني ښوونځیو ته د خپلو ماشود ورتګ مخنیوی کوي، خو تر اوسه یې ګام نه دی پورته کړی.
په ورته مهال د هغو کورنیو ماشومان چې په پاکستاني ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، د خپلو ماشومانو پر زده کړو خوښ نه دي.
د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکي خوګیاڼی اتمانزی، چې اولادونه یې په پاکستان کې زده کړې کوي وایي، په سرحدي سیمو کې د ښوونځیو کمزوري حالت له کبله اړ شوي چې خپل اولادونه پاکستان ته د زده کړو په هدف ولېږي.
عبادالله او عبدالصمد، چې دواړه په پاکستاني ښوونځي کې زده کړې کوي وایي، له خپل هېواد بهر پر زده کړو خوښ نه دي، خو ناچارۍ اړ کړي.
د ننګرهار پوهنې ریاست پر وینا پخوا د تورخم له شاوخوا سیمو د پېښور لواړګي او لنډي کوتل ښوونځیو ته ۱۵۰تنه زده کوونکي ورتلل، خو اوسمهال داشمېره ۵۰ تنو ته راښکته شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA